جلالاباد (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د ۱۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ودانۍ د جاپان هېواد په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه ښوونځي له ډلې دوه په کوز کونړ، دوه دره نور، درې په حصارک، دوه په شېرزاد او یو یې په خوږیاڼو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ښوونځیو هره ودانۍ شپږ درسي خونې، پنځه تشنابونه، احاطه، شپږ کيلوواټه لمریزه برېښنا او نور اړین ملحقات لري.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو ودانیو شاوخوا ۱۰۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د ننګرهار ولایت مقام لیکلي، چې د یادو لسو ودانیو د ګټې اخیستنې مراسم نن په کوز کونړ ولسوالۍ کې ترسره شول او زرګونه زدهکوونکي به ترې ګټه واخلي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP