Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۱۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور او تعدیل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور او تعدیل کړې او دوه شرکتونه یې د تخلفاتو له امله یو تر شپږو میاشتو او بل تر دوو کلونو په پروژو کې له ګډونه محروم کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه غونډه کې ‎له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظورې او درې لغوه شوې.

سرچينې لیکلي، همدارنګه د درېیو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په تعدیل شوو او منظور شوو پروژو کې د قوش‌تېپې کانال یوه برخه، د اروزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د نهر‌السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین‌بولدک د دویمې برخې سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرو پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوو کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.

سرچېنې د معلوماتو له مخې،  یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.