Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه ۵۵ کلن سړي ځان‌وژنه کړې

کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د کندهار د زېړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې د عبدالرحمن په نوم یوه ۵۵ کلن سړي ځان‌وژنه کړې ده.

د سنځري سیمې یوه اوسېدونکي نیازمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د عبدالرحمن جسد تېره ورځ د هغه د کور په یوه خونه کې په داسې حال کې وموندل شو چې له چته راځوړند و.

دغه راز، د زېړۍ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ هم په یوه خبرپاڼه کې دغه پېښه تایید کړې او ويلي یې دي چې دغه کس عصبي ستونزه درلوده او له دې مخکې یې هم دوه ځلې د ځان‌وژنې هڅه کړې وه.

سرچینه کاږي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د یادونې ده، تېر کال هم په دې ولسوالي یوه ۵۶ کلن سړي ځان‌وژنه کړې وه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.