کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو د جوړېدو طرحې په ګډون د درېیو بېلابېلو سکټورنو د ځانبسیاینې پالیسۍ تایید شوې.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې غونډې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلېکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون لخوا تایید شوه.
اقتصادي معاونیت لیکلي، دغه کمپلېکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم خودکفا شي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي چې په مستقیم ډول پکې سل زره او په غیرمستقیم ډول پکې ۳۰۰ زره کسان په کار مصروف دي.
د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې او تایید شوې ده.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به ورسره وده وکړي.
په دغه غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه هم تایید شوې د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول او یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته واستول شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP