Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو‌اېن‌ډي‌پي: افغانستان کې تل‌پاتې اقتصادي او ټولنیزو حل‌لارو ته اړتیا ده

 

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (UNDP) وایي چې له افغانستان سره یوازې بشري مرستې بسنه نه‌ کوي، بلکې تل‌‌پاتې اقتصادي او ټولنیزو حل‌لارو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) مسوولینو نن (د مې اوومه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خپلو تېرو دوو ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ میلادي کلونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د (UNDP) استازي سټیفن رودریګز وویل، دغه راپور ښیي چې افغانستان اوس هم په یوه سخت پړاو کې دی او دا د دغه هېواد لپاره حیاتي او حساسې شېبې دي.

هغه زیاته کړه، یاد راپور ښیي چې وضعیت کوم لور ته روان دی او په خبره یې، په افغانستان کې د اقتصاد د باثباته کېدو یو څه نښې لیدل شوې دي.

نوموړی وویل، له ۲۰۱۹ کال وروسته لومړی ځل دی چې افغانستان په ۲۰۲۴ – ۲۰۲۳ کال کې ناخالص کورني تولید (GDP) ۲.۷ سلنه وده کړې او په خبره یې چې دا له هغو کلونو وروسته چې د افغانستان اقتصاد سخت کمزوری شوی و، یو کوچنی خو ډېر  خوشالوونکی پرمختګ دی.

د هغه په خبره، د افغانستان پولي واحد باثباته پاتې شوی او د امریکایي ډالرو په مقابل کې یې خپل ارزښت ساتلی او په خبره یې چې د کوکنارو د کرکیلې بندیز تر ډېره موثر تمام شوی دی.

د نوموړي په خبره، د افغانستان امنیتي وضعیت هم باثباته پاتې شوی چې باید دا حالت تر هیڅ شرایطو لاندې بې ارزښته ونه ګنل شي.

نوموړي وویل، ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۷۵ سلنه خلک د بقا له پلوه بې‌باوره دي چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله شپږ سلنه زیاتوالی ښیي. سربېره پر دې په افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ په تېر ۲۰۲۴ کال کې له اقتصادي شوک سره مخ شوې دي چې یو کال مخکې دغه کچه ۶۵ سلنه وه.

په یاده غونډه کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار وویل، اروپايي ټولنه د افغانستان له تر ټولو لوی مرسته‌کوونکی بنسټ دی او له خپلو غړو هېوادونو سره یو ځای یې په تېرو درېیو کلونو کې ۱.۸ میلیارده یورو مرسته او پانګونه کړې ده.

هغې زیاته کړه: «زموږ لپاره مهمه ده چې د دغه هېواد لپاره مناسبه پالیسي موجوده وي څو موږ دلته پاتې شو، فعالیت وکړو او پانګونه وکړو.»

نوموړې وویل، اروپایي ټولنه به په افغانستان کې خپلو پروژو او د عاید تولیدوونکو فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د هغې په خبره: «موږ دلته د افغان ولس د ملاتړ لپاره یو او زموږ لومړیتوبونه د ښځو پیاوړتیا، خصوصي سکټور، ځوانان او انساني سرمایه ده او د دې لپاره، لکه څنګه چې مې وویل، موږ مناسبه پالیسي، د باور جوړولو لپاره پیش‌بیني او اطمینان ته اړتیا لرو.»

یاد راپور کې دغه راز افغانستان کې د یواېن‌ډي‌پي د استازي له قوله لیکل شوي چې دوی پر یوه هدف‌مند اقدام ټینګار کوي؛ ځکه یوازې بشري مرسته بسنه نه کوي، بلکې دوامداره اقتصادي او ټولنیزو حل‌لارو ته هم اړتیا ده او پر ښځو اوسني بندیزونه پای ته رسول هم حیاتي دي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۴ په لومړیو نهو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ کسر ۶٫۷ میلیارده ډالرو ته لوړ شو، حال دا چې په ۲۰۲۳ کې په همدې موده کې ۵٫۱ میلیارده ډالر و.

دا لوړوالی په کور دننه د تولید کموالی او د کارموندنې کمزوري ښیي او زیاته شوې چې اقتصاد لا هم په پراخه کچه پر وارداتو او نړۍوالو مرستو ولاړ دی.

په راپور کې راغلي، د افغانستان په کلیو کې چې د ټول نفوس ۷۱ سلنه جوړوي، خلک لا هم د روغتیایي خدمتونو، حفظ ‌الصحې او پایدارو معیشتونو له اساسي وړاندیزونو بې‌برخې دي.

راپور زیاتوي، اټکل دی چې په روان کال کې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، په داسې حال کې چې نړۍوال ملاتړ کم شوی، افغاني ټولنه به له سختو ننګونو سره مخي شي.

په دغه راپور کې یادونه شوې که په افغانستان کې پر ښځو او نجونو اوسني محدودیتونه همداسې دوام وکړي، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ اقتصادي وضعیت به نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالر زیان وویني.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.