کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره په ټیلېفوني خبرو کې د دغه هېواد او هند ترمنځ د روان کړکېچ او تاوتریخوالي پای ته رسېدو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
د بيبيسي د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د دغو خبرو پر مهال امریکا د پاکستان او هند ترمنځ د روان کړکېچ او تاوتریخوالي درېدو لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، روبیو له جنرال منیر سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دواړه غاړې [هند او پاکستان] دې د کړکېچ کمولو لارې چارې ولټوي.
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پهکې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.
هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پهکې ردوي.
د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بریدونه وکړل، پاکستاني چارواکو وویل چې په دغو بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي. هند مخکې ویلي وو چې د پاکستان په ځوابي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، له بریدونه وروسته په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي.
د پاکستان پوځ نن تازه ویلي چې د هند د بریدونو په ځواب کې یې په هند کې ځیني پوځي اهداف په نښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم پهکې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP