کندوز (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د کندوز یو شمېر اوسېدونکي د برېښنایي پېژندپاڼو اخیستو پروسې له اوږدوالي شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې دې د اسان خدمت مرکز جوړ کړي.
د کندوز یاد اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د اسان خدمت مرکز نشتوالی دوی مجبوروي چې د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند ستونزو هواري په موخه کابل ته سفر وکړي؛ هغه سفر چې له یوې خوا ډېر لګښت لري او له بلې خوا د دوی وخت ضایع کېږي.
د کندوز ښار یوه اوسېدونکي محمدسالم پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسان خدمت نمایندهګي باید په کندوز کې فعاله شي؛ ځکه کندوز د شمالختیځ زون دی، څو د دغه مرکز په فعالېدو سره خلک اړ نه شي کابل ته ولاړ شي.»
هغه وایي چې څه موده مخکې یې په خپله پېژندپاڼه کې تخلص اضافه کاوه او پېژندپاڼه یې عاجل په کار وه، اړ شو چې د دغه کار لپاره کابل ته ولاړ شي.
ورته مهال، د کندوز یوه بل اوسېدونکي مجاهد نوراني وویل: «له اسلامي امارته غواړو چې په کندوز کې دې د اسان خدمت یو مرکز فعال کړي څو خلک له دې ستونزې سره مخ نه شي، کله چې کابل ته ځو، زموږ مصرف ډېریږي.»
هغه وویل چې په پېژندپاڼه کې د نوم د اصلاح او د تخلص اضافه کېدو لپاره باید ډېر انتظار وباسي نو له همدې امله مجبور شو چې کابل ته ولاړ شي، د هغه په خبره کابل ته تګ ډېر لګښت غواړي.
ورته مهال، د کندوز ولایت د نفوسو احوال د ثبت رییس مولوي فضلالله فیاض وایي، هڅې روانې دي څو په دغه ولایت کې د اسان خدمت نمایندهګي فعاله شي.
هغه وویل: «موږ خپلې هڅې پیل کړې، البته په جدول کې د کندوز نوم هم ثبت شوی چې اسان خدمت باید په دغه ولایت کې فعال شي، خو طی مراحل لري چې په خیر خلاص شي، فعاله به شي.»
نوموړي د اسان خدمت ګټو ته په اشاره وویل چې د اسان خدمت ډېرې ګټې دي، د اسان خدمت له لارې یو متقاضي کولای شي په یوه اونۍ کې خپله پېژندپاڼه ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP