غزنيښار (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې د څه باندې ۱۴ میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د برېښنا ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ولایت د برېښنا رئیس نورا اقا بشیر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د دغه ولایت برېښنا ریاست په انګړ کې د یاد ریاست لپاره د نوې اداري ودانۍ د جوړولو ډبره کیښودل شوه.
دی وایي، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ټولټال ۱۶ اداري خوني، دوه لوی سالونونه، یو د ریاست دفتر، یوه د جلساتو خونه، څلور تشنابونه، یوه اشپزخانه او نور اړین ملحقات به ولري.
هغه زیاته کړه چې پر یاده ودانۍ ټولټال څه باندې ۱۴ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي او لګښت یې د برېښنا ریاست له لوري ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «له دې وړاندې ریاست کې ادارۍ ودانۍ مناسبه نه وه چې د مراجعینو ګڼه ګوڼه دوی او مراجعین له له زیاتو ستونزو سره مخ کړي وو، د یادي ادارې ودانۍ پر جوړېدو سره به يې کارونه چټک او منظم شي او له هر ډول اندیښنې پرته به خپلو اداري او وظیفوي چارو ته رسیده ګي کوي.»
د غزني ښار یوه اوسېدونکي محمدولي وویل چې د برېښنا ریاست د نوې ادارې ودانۍ په جوړېدو سره به د خلکو د چارو پر مخ بېولو او ترسره کولو کې چټکوالی رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP