پلعلم (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۴): لوګر کې سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته، د دغه ولایت په مرکز او برهکيبرک ولسوالۍ کې د څلورو کانالونو او استنادي دېوالونو د بیارغونې چارې پیل شوي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژې د لوګر ولایت مرکز پلعلم اړوند کمالخېل، خم هندو، تستي کلي او برهکيبرک ولسوالۍ ګلمحمد کلي کې د شاوخوا نهه میلیونه افغانیو په لګښت د پنځه میاشتو په ترڅ کې پلې کېږي.
هغه زیاته کړه، یادې پروژې چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ عملي کېږي په بشپړېدو سره به یې شاوخوا دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه خړوب شي.
نوموړی وایي، يادو پروژه کې به په مسقیم او غیر مستقیم ډول درې زره او۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د کرنې او بڼوالۍ برخه کې به د اوبو د ضایعاتو بشپړ مخنیوی وشي.
هغه وویل، دا ډول پروژې د اوبو مدیریت برخه کې ځانګړی اهمیت لري او هڅه کېږي چې د کورنیو او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ ورته پروژې ولسوالیو ته هم وغځول شي.
بلخوا، د لوګر ولایت د مرکز پلعلم یوه اوسېدونکي محمداجان پژواک ته وویل، دا ډول پروژې کولای شي چې وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او همدارنګه د کرکېلې لپاره د اوبو د ضایعاتو مخنیوی به هم وشي.
نوموړي زیاته کړه، لوګر ولایت یو کرنیز ولایت دی او اړتیا ده چې په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخه کې بنسټیزې پروژې عملي شي څو د دغه ولایت اوسېدونکي له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP