کابل (پژواک، ۲۰ ثور ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د نفتي توکو بیې ټیټې شوې خو د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.
کابل ښار کې احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په نسبت د یوه لېتر پټرولو بیه له ۶۱ څخه ۵۹ افغانیو او د یوه لېتر ډېزلو بیه له ۵۸ څخه ۵۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
نوموړي دغه راز وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه له ۵۰ څخه ۴۸ افغانیو ته ټیټه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د نړۍوالو بیو ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د یادو توکو بیې ټیټې شوې دي.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده توګه ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
کابل ښار کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
سرهزر
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۷۰۰ څخه ۴۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې خو یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۶۱۰۰ افغانیو پلوري.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۱۳مه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۴۵ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP