کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د ا.ا مشرتابه د ښاري طرحو (پلانونو) د غوره او اغېزناکه تطبیق، ودانیزو، سوداګریزو او صنعتي ساحو پراختیایي چارو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او په چارو کي د روڼتیا د ټینګښت په موخه فرمان ورکړی دی.
یاد فرمان د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
د فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي، د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالي په ګډون د ولایتونو او ولسوالیو اړوند ښاروالۍ مکلفيدي چي د برېښنايي او چاپي رسنیو، د مساجدو امامانو، د ګذر وکیلانو او نورو مناسبو وسایلو له لاري د ښاري طرحو (پلانونو) اړوندلازم معلومات او تفصیلات وقتاً فوقتاً خپاره او د غوښتني پر مهال یې خلکو ته ورکړي.
د دغه فرمان په دوېیمه ماده کې راغلي، هغه سیمي چي په ښاري ساحو کي داخلي شوي دي او تفصیلي طرحه (پلان) نه وي ورته جوړهشوې، ددې فرمان په لومړۍ ماده کي ذکر شوي ادارې مکلفي دي چي تفصیلي طرحي (پلانونه) دي ورته جوړ او خپاره کړي.
د فرمان په درېمه کې راغلي، د چارو ادارې او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاستونه مکلف دي چي د دې فرمان له تطبیقڅخه په دوامداره توګه نظارت وکړي.
د اسلامي مشرتابه د فرمان په څلورمه ماده کې ویلي، دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کي دي خپور شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP