کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۴): په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر امریکا ته وسپاري خو د هغه وکیل تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د روانې غویي میاشتې په دویمه د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر په کېنیا کې ونیول شو او امریکا له دغه هېواده وغوښتل چې دوی ته یې سپاري.
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو یوې محکمې د روان میلادي کال د مارچ په ۲۵مه د هغه د نیول کېدو حکم صادر کړی و او د متحده ایالتونو له نشهیي توکو سره د مبارزې ادارې یوه ځانګړي مامور د عبدالظاهر قدیر پر وړاندې په محکمه کې یو «جنايي شکایت» ثبت کړی و.
وړمه ورځ د ظاهر د کورنۍ غړو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره کلتي او ډاډ یې ورکړی و چې د نوموړي قضیه به په جدي توګه تعقیب کړي.
نن بيبيسي لیکلي چې په کېنیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی مرستیال عبدالظاهر قدیر به امریکا ته وسپاري.
د هغه وکیل اومیګا اوچینګ ویلي چې دوی به اپیل وکړي چې له محکمې به تر راتلونکو ۱۴ ورځو پورې د هغه د سپارلو د ځنډولو امر وغواړي.
تر دې مخکې هم د عبدالظاهر قدیر وکیل ویلي وو چې پر هغه لګول شوي تورونه سیاسي انګېزه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP