Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د یوې اجباري نکاح مخه ونیول شوه

خوست (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې یې د یوې اجباري نکاح مخه نیولې او په دې تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګربزو ولسوالۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امریت منسوبینو د يوې نجلۍ د عرض پاڼې له مخې هغه کسان نیولي چې غوښتل يې دغه نجلۍ پرته له خوښې او رضايت یو تن ته په زور نکاح کړي.

سرچينې لیکلي چې امنیتي ځواکونو د عرض‌پاڼې پر اساس د یادې نجلۍ پلار، ورور او تره نیولي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د اسلامي امارت مسوولین د مېرمنو شرعي او اسلامي حقوقو ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.