غزنيښار (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالرو په ارزښت د ۵۰ سړو خونو او ممیز خونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني ولایت د کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د کچالو او پیازو ۲۰ سړې خونې او ۳۰ د ممیزو وچولو خونې به په اندړو، دهیک، مالستان او ناوه ولسوالیو کې جوړې شي.
نوموړي وویل، دغه سړې خونې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او د افغانستان د بیارغونې موسسې (ANRCC) په تخنیکي همکارۍ جوړېږي.
دی وايي، د یادو سړو خونو لپاره شاوخوا پنځه لکه امریکايي ډالر (۳۳ میلیونه افغانۍ) لګښت ټاکل شوی، او هره خونه ۹.۲ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی او ۴.۵ متره لوړوالی لري، چې له ۵۰ تر ۵۵ ټنه کچالو، پیازو او ممیزو د ساتلو ظرفیت به ولري.
شکیب زیاتوي، پخوا په دغو سیمو کې د سړو خونو د نشت له امله ډېری پیاز او کچالو خرابېدل او بزګرانو ته به مالي زیانونه رسېدل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سړو خونو د جوړېدو چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې له امله به یې بزګران وکولی شي خپل ترلاسه کړي حاصلات (کچالو، پیاز، انګور او نور) په سم ډول وساتي.
د اندړو ولسوالۍ د یعقوب سیمې یوه اوسېدونکي عبدالوکیل پژواک ته وویل چې له دې مخکې به بزګرانو د کچالو او پیازو ډېره برخه حاصلات له خرابېدو سره مخ کېدل یا به یې د بازار د رسد پر مهال په ټیټه بیه پلورل.
دی زیاتوي، دا اقدام که څه هم ګټور دی، خو بسنه نه کوي؛ له حکومته او نړیوالو مرستندویه موسسو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې لا ډېره پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې هم د همدې موسسې له لوري د غزني په مرکز کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۳۰ معیاري ممیز خونو جوړولو چارې پیل شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP