چاریکار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د پروان امنیه قومانداني، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه، نن د دغه ولایت د مرکز ولایت اړوند رباط سیمه کې د یوه سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښه کې یوې مېرمنې او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپیان دي.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان د پروان ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP