لښکرګاه (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۴): د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او د تکواندو فدراسیون په ګډه همکارۍ، د فراه اوهلمند ولایتونو د تکواندو منتخب لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې چې د لښکرګاه ښار د بدني روزنې جمنازیوم کې ترسره شوې، شاوخوا ۵۰ ورزشکارانو په بېلابېلو وزني کټګوریو کېګډون کړی وو
د هلمند د بدني روزنې او ورزش امر ملا جان محمد اوبو جامي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاده سیالۍ کې د نويو ځوانانو پهکټګورۍ کې د هلمند منتخب لوبډلې، او د ځوانانو په کټګورۍ کې د فراه منتخب لوبډلې لومړي مقامونه خپل کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې د سیالیو غوره لوبغاړي میهن جان او دستګیر چهلاک وټاکل شول، او غوره روزونکي استاد محمدګل او استادحشمتالله اعلان شول.
په ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېر محمد وحدت وویل، چې دا ډول سیالۍ نه یوازې د ځوانانو د فزیکيپیاوړتیا لامل ګرځي، بلکې هغوی له بېځایه وخت تېرولو څخه راګرځوي او ورزش ته یې هڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP