Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې شاوخوا ۵۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه

کابل (پژواک، ۲۸ غويی ۱۴۰۴) د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، کابل کې شاوخوا ۵۰۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه او نن شاوخوا ۳۰۰ کورنیو ته یادې مرستې ووېشل شوې.

د ریاست‌الوزرا‌ء د دفتر چارو د تنظیم مشر مولوي ذاکرالله ذاکر په یادو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر پیغام ولوست چې په کې راغلي، اسلامي امارت د راستانه شوو کډوالو د ستونزو دایمي حل لپاره هڅې کوي او دا مهال ورته ۵۸ ښارکوټي ځانګړي شوي دي.

په پيغام کې راغلي: «تاسو به اورېدلې وي چې امریکا کابو ۱۴زره افغان کډوال راوباسي، دا ټول افغانان او زموږ وروڼه دي، په ورين تندي یې هرکلی کوو چې خپل هېواد ته راشي؛ افغانستان کې د کار او ژوند بهتر شرایط برابر شوي دي، د هر چا ژوند او مال خوندي دی او هیچا ته ته خطر نشته.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزارت مالي او اداري مرستیال  شیخ کلیم‌الله فاني له ملي او نړۍوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

د کابل د کډوالو او راستنېدونکي چارو ریاست مشر عبدالرحمان حبیب‌زي  په نننيو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت په یوازې ځان نشي کولای د ټولو راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي، نړۍوال بنسټونه او افغان ملي سوداګر دې هم د افغان کډوالو لاسنیوی وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال په کابل کې ۳۵زره کډوال له بهره راغلي او نږدې ۲۰زره کورني بې‌ځايه شوي کسان مېشت دي چې اړينو مرستو ته اړتیا لري.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني وویل چې یادې مرستې د هند هېواد له لوري شوې او د هرې مرسته شوې بستې ازرښت تر څلور زرو افغانيو رسېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، نن دوی له پنځه زره راستنو شوو کورنیو سره د مرستې لړۍ پیل کړه چې په کې لس کیلوګرامه اوړه، لس کیلوګرامه وریځې، درې کیلوګرامه لوبيا، دوه کیلو دال‌نخود، دوه کیلوګرامه مټر، څلور لېټره غوړي، څلور کیلوګرامه بوره، ۱۲۰۰ ګرامه مالګه، دوه پاکټه مکروني، دوه د لوښو وینځلو مایع او اته صابونونه شامل دي.

ویس‌محمد صادقي چې نن ورسره مرسته شوې خوښ دی خو وايي، حکومت دې ورته د کار زمینه برابره کړي څو وکولای شي تر يوې انداې د ژوند چارې سمبال کړي.

وحیدالله چې له ايران راستون شوی او نن ورسره مرسته شوې وویل، چې د یادې مرسته له ترلاسه کولو خوښ دی خو پر نړۍوالو یې غږ وکړ چې د ژوند په دې سختو شرایطو کې دې له راستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.