Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان د وانټ او وایګل ولسوالیو ترمنځ تړل شوې لار بېرته پرانیستل شوه

پارون (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۴): د نورستان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د وانټ او وایګل ولسوالیو ترمنځ لار چې څو ورځې مخکې د یوې قومي شخړې له امله تړل شوې وه، بېرته د تګ را تګ پر مخ پرانیستل شوه.

دا لاره څو ورځې مخکې د ځايي خلکو له لوري د تازه تاسیس شوې (وایګل ولسوالۍ) لپاره د ودانۍ د جوړېدو د ځای ټاکلو پر سر د شخړې له امله تړل شوې وه.

د نورستان د امنیه قوماندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري پژواک خبري آژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان مفتي محمدیوسف جمال‌زی نن وایګل ولسوالۍ ته ولاړ او د خلکو له استازو سره یې لیدلي دي.

دی وایی چې د امنیه قوماندان له خوا د خلکو قناعت ترلاسه کولو وروسته، اوس دا لاره د عامو خلکو د تګ را تګ پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.