Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ورېښمو چینجیو روزنه یو ځل بیا پیل شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۳۱ غویي ۱۴۰۴): د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ورېښمو چینجیو روزنه له کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې او دوی په دې هڅه کې دي څو د همکارو موسسو په مرسته دغه صنعت ته لا وده ورکړي.

که څه هم په څو وروستيو کلونو کې په بلخ، په ځانګړي ډول د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ورېښمو چینجيو د روزنې او ساتنې صنعت له منځه تللی و خو اوس د بلخ کرنې ریاست د ځينو موسسو په همکارۍ يو ځل بيا دې برخه کې هڅې پیل کړې دي.

د بلخ ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، له دې مخکې د ورېښمو د تولید کچه صفر ته راټیټه شوې وه خو په خبره یې، په دې وروستیو کې د همکارو موسسو په مرسته د دغه صنعت د ترویج لپاره هڅې پیل شوې او ورځ تر بلې د ودې او پراختیا په حال کې دی.

د یاد ریاست د مالدارۍ د ترویج مدير غلام‌محمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د مرستندویه موسسو په ملاتړ د ورېښمو چینجيو ۴۰ صندوقونه پر فارمونو وېشل شوي او پلان لري چې راتلونکي کې ۴۰۰ نور صندوقونه هم ووېشي.

هغه زیاته کړه: «روان ۱۴۰۴ کال کې موږ څلوېښت د ورېښمو چینجیو عصري صندقونه د دې صنعت په فارم‌لرونکو وېشلي او تصمیم لرو چې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې تر ۴۰۰ نور صندقونه هم ووېشو.»

د ورېښمو چینجيو صنعت چې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ميراث یوه برخه ده، اوس د بلخ اوسېدونکو لپاره د عاید ترلاسه کولو یوه مهمه سرچینه جوړوي.

که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې دغه ولایت کې یاد صنعت له ورکېدو سره مخ و خو په دهدادي ولسوالۍ کې د ورېښمو چینجيو فارم‌لرونکي وايي، تیر کال یې د چینجيو هګۍ له کابل څخه بلخ ته راوړې څو د دغه لرغوني صنعت د ژوندي ساتلو ترڅنګ له هغه عاید هم ترلاسه کړي.

د ورېښمو چینجيو فارم‌لرونکي بشیراحمد وویل، د دغه چینجيو خوراک د توت پاڼې دي او له اوو ورځو وروسته ورېښم تولیدوي.

دغه‌راز، د کرام‌الدین په نوم یوه بل فارم‌لرونکي وویل: «موږ له مرکز کابل څخه د ورېښمو چینجیو تخم راوړی او د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې مو دغه صنعت ترویج کړی دی او ورځ تر بلې مو تولید زیاتېږي.»

بلخوا د ورېښمو چینجيو د روزنې برخې کارپوه نصیراحمد وايي، د افغانستان د ورېښمو کیفیت د نورو هېوادونو په پرتله ښه دی چې اوسمهال په نړۍوال بازار کې د سپینو زرو په نوم يادېږي او په لوړه بیه پلورل کېږي.

هغه زیاته کړه: «د ورېښمو چینجیو روزنه د کروندګرو لپاره د اقتصاد له اړخه ډېره ګټوره ده؛ ځکه لګښت یې کم دی او تولید ډېر لري. د افغانستان د ورېښمو قیمت په نړۍواله کچه لوړ دی او ښه کیفیت لري، حکومت ته لازمه ده چې د ودې لپاره یې ملاتړ وکړي.»

د معلوماتو له مخې، د ورېښمو چینجيو صنعت په افغانستان کې شاوخوا دوه‌نيم زره کاله تاريخي مخینه لري خو د وروستیو څو لسیزو جګړو له امله پیکه شوی و او اوس بېرته د راژوندي کېدو په حال کې دی.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.