کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي چې په څلور ولایتونو کې یې ۲۳ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړې ده.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۱۲کسانو ته د نشه کوونکو ټابلېټونو (ذيکپ) د پلور او قاچاق په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچينې لیکلي، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له شپږو تر اته میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
سترې محکمې دغهراز لیکلي، د خوست ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې هم د دوو ښځو په ګډون شپږو کسانو ته د زنا او لواطت په تور تعزیري سزا ورکړل شوه.
سترې محکمې د معلوماتو له مخې، جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې درې متهمين پر پنځه ـ پنځه کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو، دوه متهمين پر يوـ یو کال تنفيذي بند او ۳۰ـ ۳۰ دُرو او شپږم متهم پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی وو.
د یو بل خبر له مخې، د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او يو کس ته د زنا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه او ابتدائیه محکمې دوه مجرمين پر ۳۰ـ ۳۰ دُرو او یو متهم په ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
سترې محکمې دغه راز لیکلي چې په دایکنډي ولایت کې هم د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د زنا په تور تعزیري سزا ورکړل شوه او محکمې دغه دوه کسان په یو- یو کال تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکموم کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP