کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): اسلامي امارت بلوچستان کې د ښوونځي پر بس موټر د تېرې ورځې برید غندلی او ویلي یې دي چې پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغسې پېښو مسؤولیت پر افغانستان وانهچوي.
تېره ورځ د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د یوه ښوونځي د زدهکوونکو پر بس موټر برید وشو، چې په کې د درې ماشومانو په ګډون پنځه تنه ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، پر خپله اېکسپاڼه دغه برید غندلی او لیکلي یې دي چې پر ماشومانو او ملکي وګړو برید هېڅ ډول توجیه نهلري.
هغه لیکلي: «خو په عین حال کې د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې دغه راز بریدونه له افغانستان سره تړي، په کلکه ردوو. پاکستاني چارواکي باید بې له کوم دلیل او توجیه څخه د دغو پېښو مسؤولیت پر افغانستان وانهچوي.»
مجاهد زیاته کړې ده چې اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکارول شي.
د اسلامي امارت ویاند دا هم لیکلي چې د داسې ادعاوو لپاره هېڅ ډول دلیل نهلیدل کېږي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP