کابل (پژواک، ۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د اطلاعرسونې بهیر د چټکتیا او فعالیتونو د ښه انعکاس په موخه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکزلخوا د ٤٧ دولتي ادارو ویندویانو او مطبوعاتي ټیمونو د مسلکي ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ورکشاپ نن (د غبرګولي درېیمه) پیل او د غبرګولي تر ۷مې نېټېپورې به دوام وکړي.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم الحق حقاني هراتي په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویاندویانو ته په خطاب کېویلي: «دا ورکشاپ د تاسو په غوښتنه او د مشرانو په لارښوونه جوړ شوی چې د پنځو ورځو جریان کې به د اسلامي امارت مهمفرهنګي شخصیتونه د پالېسۍ او د کاردان او مشعل پوهنتون استادان د نشراتي او مطبوعاتي چارو د لا ښه والي په موخه ګټور لېکچرونهورکړي.»
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مرستیال،حشمت الله ناصري د روزنیز ورکشاپ د جوړښت او محتوا په اړه معلومات وړاندې کړل اوله ټولو ګډونوالو څخه یې وغوښتل ترڅو په دغه ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او د ورکشاپ له محتوا څخه په ورزنیزو چارو کې پوره ګټهپورته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP