Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ تر شخصي ګټو او مقامونو ډېر ارزښت ولري

کابل (پژواک، ۶ غبرګولي ۱۴۰۴):. د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، مسوولین باید د ولس ستونزو ته په وخت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ووایي او د اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره دوامدارې هڅې وکړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د وزارتونو د دفترونو رئیسانو د سیمینار پای غونډې ته وینا وکړه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رئیسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته کړي دي.

هغه ویلي، د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیا، عامه خدمتونو د معیاري کولو، او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرله‌پسې هڅې روانې دي.

ده زیاته کړې، د اسلامي امارت مشرتابه د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو رامنځته کېدو، خلکو ته د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه‌ او ورځ هڅه کوي.

حقاني له دولتي مسوولینو وغوښتل چې له ولس سره ښه چلند ولري او ویې ویل: «تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست، خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي، د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي، باید د خلکو ستونزو ته پر وخت، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ.»

هغه دغه‌راز ویلي، د اداري چارو زده‌کړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده، هر وخت باید د زده‌کړې او مسلکي ودې هڅه وشي، له یو بل سره د تجربو شریکول، همکاري او دوامداره پرمختګ د باکیفیته خدماتو کیلي ده.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه‌راز ویلي: «د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري، خپلې چارې باید د فرامینو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ. که چیرې کومه پیچلتیا وي، هلته دې له مشرانو او رهبرۍ نه وضاحت وغوښتل شي؛ خو د خلکو کارونه باید د پلټنې او یقین حاصلولو تر نامه لاندې بې‌ځایه او له دلیله پرته ونه ځنډېږي.»

په غونډه کې د ګډونوالو په استازیتوب د عامې روغتیا وزارت د دفتر رئیس شیخ محمدطاهر هم وویل، چې دا سیمینار ټولو ګډونوالو ته ګټور و؛ ځکه چې په لنډ وخت کې یې ارزښتناک مفاهیم رازده کړل او له یو بل سره د تجربو شریکولو ښه موقع وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.