کابل (پژواک، ۷ غبرګولي ۱۴۰۴): اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغه تشویشونه بې ځایه بولي چې له افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادیږي.
د روسیې دفاع وزیر اندري بېلوسوف د ټولیز امنیت سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې ویلي، افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې شته، چې شمېر یې څه باندې ۱۵ زرو تنو ته رسېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، هغه تشویشونه بې ځایه بولي چې له افغانستان څخه د خطر تلقي کولو په منظور ایجادیږي.
هغه لیکلي: «په افغانستان کې هیڅ کومه خپل سرې ډله شتون نه لري، افغانستان هیچاته خطر نه دی، په افغانستان کې د شلو ډلو د شتون مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال ایجاد شوې وه چې استخباراتي موخې یې درلودې.»
فطر زیاته کړې، هېڅوک دې له افغانستان څخه د خطر تشویش نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP