پلعلم (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، لوګر ولایت کې ۳۳ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نجیبالله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې، د ټيډيایف د لسمې پروژې پر تطبیق، ټکنالوژۍ او همداراز لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدماتو رسولو په موخه له ولایتي چارواکو سره لیدلي.
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوی محمدانور دینپرور د مخابراتو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، لا هم اړتیا لیدل کېږي چې د یاد ولایت یو شمېر سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د اسانتیاو لپاره پاملرنه وشي.
خبرپاڼه کې راغلي، حقاني د لوګر ولایت د سیمهییزو چارواکو او د ګڼو ادارو منسوبینو او خلکو له لوري د ستونزو له اورېدو وروسته دغه ولایت ته ۳۳ مخابراتي انټنونه منظور کړل او مخابراتي شرکتونو ته یې په دې تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.
هغه ویلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې هېواد کې خدمات معیاري او په عادلانه ډول د هېواد ټولو برخو ته چوپړ برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP