Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان مالي او بانکي انسټیټیوټ بیا ځلي فعال شو

کابل (پژوک، ۱۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان بانک وایي، د دغه بانک اړوند مالي او بانکي انسټیټیوټ بیا ځلي فعال شو.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د یاد انسټیټیوټ د پرانیستنې پر مهال د مالي او بانکي سکتور د بیا رغونې او اسلامي کېدو په برخه کې د ظرفیت لوړونې پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې انسټیټیوټ بنسټ ایښودنه د افغانستان بانک د یو هدفمند پلان برخه ده، چې موخه‌یې د بانکي او غیربانکي سکتور پیاوړتیا، د شریعت‌محورې بانکوالۍ پراختیا، او د ځوانو استعدادونو چمتو کول دي.

خالد څرګنده کړې چې دغه انسټیټیوټ به د دوامدار مسلکي پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي، د بانکوالۍ نړیوال اصول به معرفي او تطبیق کړي، او همداراز به د علمي څېړنو او پالیسیو ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا، انسټیټیوټ به د همغږۍ، مشارکت او شبکه‌سازۍ له لارې ګډ مسئولیت ته وده ورکړي، او د بانکي او غیربانکي سکتور د کارکوونکو لپاره اړین مهارتونه او وړتیاوې وړاندې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د مراسمو پر مهال د افغانستان د وړو پورونو د پانګونې د ملاتړ ادارې (مسفا) او د افغانستان د بانکونو ټولنې استازو هم خبرې وکړې. هغوی د انسټیټیوټ پر بیا فعاله کېدو خوښي وښوده، او ټینګار یې وکړ، چې دا ګام به د هېواد د مالي او بانکي سکتور د مسلکي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره مهم تمام شي.

یاد انسټیټیوټ له بیا پرانیستنې سره هم‌مهاله خپله لومړۍ روزنیزه دوره پیل کړه، چې په کې د سوداګریزو بانکونو، وړو مالي تمویلاتو، صرافانو او نورو اړوندو برخو کارکوونکي ګډون لري.

د دې ورکشاپ موخه د ګډونوالو ظرفیت لوړول، مالي پوهه وړاندې کول، او له نړیوالو مالي او بانکي معیارونو او نویو علمي میتودونو سره یې بلدتیا ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.