کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې درېیو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا ولایت سروضې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یوه کس ته چې پر غلا تورن و، تعزیري سزا ورکړل شوه.
د خبرپاڼې له مخې، ابتدائیه محکمې یاد کس پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۶ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و.
سترې محکمې دغهراز لیکلي، د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان د پرېکړې له مخې، دوو کسانو ته د نشهيي توکو د خرڅلاو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عامه امنیت دېوان یاد مجرمين پر دوه ـ دوه کاله او اته ـ اته میاشتو تنفيذي بند او ۳۵ او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP