Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ناوه کې د درېیو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایې، د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د غزني د کلیو بیارغوني او پراختیا رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري ژانس ته وویل چې په یادو پروژو کې د استنادي دیوال، سړکونو او پلچکونو جوړول شامل دي چې د ناوې ولسوالۍ په ملک دین سیمه کې پلې کېږي.

هغه وویل، پر یادو درېیو پروژو شاوخوا ۱۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې «CDDO» موسسې له لوري ورکول کېږي.

دی وایي چې د یادو پروژو چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي او سلګونه کسانو ته به پکې د کار زمینه هم برابره شي.

د یادوني ده چې د غزني د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست تر دې مخکې هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د موسسو په همکارۍ یو شمېر نورې پروژې هم پلي کړې دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.