Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د اي‌پي‌اېل سیالیو اتلولۍ جشن پر مهال ۱۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند په بنګلور کې د کرکټ لوبډلې د اتلولۍ جشن پر مهال د خلکو د ډېرې ګڼه‌ګوڼې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی، یاده پېښه هغه مهال شوې چې زرګونه کسان د هند غوره لیګ سیالیو (IPL) کې د «رویال چلنجرز بنګلور» ځايي لوبډلې د اتلولۍ نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د راپورونو له مخې، د هند غوره لیګ په نړۍ کې یو له هغو لیګونو دی چې ډېر مینه‌وال او پلویان لري او هر کال ترسره کېږي او د سه‌شنبې په ورځ د بنګلور رویال چلېنجرز لوبډلې په لومړي ځل د دغه لیک اتلولي خپله کړه.

یاده بریا لامل شوه چې د دې لوبډلې مینه‌وال په بنګلور کې سړکونو ته راووځي او لوی جشن ترسره کړي خو د ډېرې ګڼې‌ګوڼې او مرګونې پېښې لامل شو.

د کارناتکا ایالت اعلی وزیر سیددارامایا ویلي چې اسټیډیوم د دومره خلکو ځایولو وړتیا نه درلوده.

د هغه په وینا: «لوبغالي یوازې د ۳۵ زره کسانو ځایولو ظرفیت درلود، خو له ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره کسان راغلي وو؛ د دومره ډېرو خلکو راتلو تمه نه وه.»

په راپور کې راغلي چې په یاده ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سږ کال په جنورۍ میاشت کې هم د مها کومب مذهبي مراسمو په لړ کې د زایرینو ګڼه‌ګوڼې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.