Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د ترافیکي پېښې له امله یوې کورنۍ ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پاراخ (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۴): د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په خنج ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه کسان ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د هرات ولایت اصلي اوسېدونکي وو او پنجشېر ته د چکر لپاره تللي وو.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د یادو کسانو موټر د خنجدولسوالۍ د دشت ریوت په سیمه کې د تخنیکي ستونزې له امله له خپل اصلي مسیر څخه منحرف شوی او شاوخوا ۱۰۰ متره له لوړوالي غورځېدلی دی.

امنیه قومانداني زیاتوي چې په دغه پېښه کې دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

دغه راز، امنیه قومانداني له خلکو غوښتي، چې د ترافیکي اصولو ته پام  وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.