Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شپه د سوریي له لوبډلې سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولي ۱۴۰۴): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو جام غوراوي سیالیو ته د لارموندنې لوبو په لړ کې نن د سوریې د  فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، دغه لوبه د کابل پر وخت نن ماسختن ۹:۴۵ بجې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.

د نوي روزونکي وینچنزو البرتو تر څار لاندې دغه لوبه د افغان لوبډلې لپاره لومړنۍ لوبه ده. نوموړي نږدې یوه میاشت مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده پیل کړې ده.

افغان لوبډلې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په سعودي عربستان کې د لوبو لپاره چمتوالی نیولی چې د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو کوربه‌توب کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.