پلخمری (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېره ورځ د پلخمري ښار په شهرنو سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د بغلان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP