کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او ناروې د اسرائیل پر دوو وزیرانو د غزې په اړه د څرګندونو له امله بندیزونه ولګول.
د بيبيسي د راپور له مخې، یادو هېوادونو د اسرائیل د ښياړخو پر دوو وزیرانو – د ملي امنیت وزیر اېتمار بن ګفیر او د ماليې وزیر بتسلیل سموتریچ – باندې بندیزونه لګولي دي.
د راپور له مخې، د بریتانیا د مالیې وزیر ډېوېډ لامي ویلي، سموتریچ او اېتمار بن ګفیر د فلسطینیانو پر ضد د بشر حقونو ضد خطرناکې سرغړونې کړې او تاوتریخوالي ته یې هڅونې کړې دي.
هغه ویلي، د دې بندیزونو له مخې، بن ګفیر او سموتریچ ته به بریتانیا ته د سفر اجازه نه ورکول کېږي او شتمنۍ به یې هم په دغه هېواد کې کنګل شي. دا اقدامات د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر لهخوا اعلان شول.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر جدعون ساعر وویل، حکومت به راتلونکې اونۍ د دې «نه منل کېدونکې پرېکړې» په اړه غونډه وکړي.
د راپور له مخې، واشنګټن د بریتانیا او نورو هېوادونو لهخوا پر اسرائیلي وزیرانو بندیزونه غندلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP