Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام؛ د دغه ښار په ځینو برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): له تېرو پنځو ورځو راهیسې د امریکا په لاس‌انجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر پیل شوي اعتراضونه لا هم دوام لري خو پولیسو د دغه ښار په ځينو برخو کې ګرځبدنیز اعلان کړی او ویلي یې دي چې سرغړوونکي به ونیول شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شپږ ورځې مخکې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ١٢ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د اوو نورو هېوادونو د خلکو پر ورتګ یې محدودیتونه ولګول.

د راپورونو له مخې، پولیسو لاس‌انجلس کې د غیرقانوني کډوالو نیول پیل کړي او نن پنځمه ورځ ده چې هلته د پولیسو د دغو چاپو پر ضد احتجاجونه روان دي. پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده.

بي‌بي‌سي لیکلي، د ناقانونه کډوالو د نیولو پر سر د پیل شوو اعتراضونو په ترڅ کې د امریکا د لاس‌انجلس د پولیسو اداره وايي چې د دغه ښار په ځينو برخو کې ګرځبندیز اعلان شوی او ګڼ کسان نیول شوي دي.

د لاس‌انجلس د پولیسو مشر جېم مکډونلډ وویلي: «د پرله‌پسې او زیاتېدونکې ګډوډۍ د مخنیوي او د انسانانو او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب لپاره ګرځبندیز اړین و. څوک چې سرغړونه ترې کوي، هغه به ونیول شي.»

هغه ویلي چې له دې امره خبریالان او هغه کسان مستثنا دي چې کارونو ته ځي.

ده ویلي: «له تېرې شنبې راهیسې موږ په ناقانونه کړنو او خطرناک چلند کې د اندېښنې وړ زیاتوالی لیدلی. تر اوسه په ګډوډۍ کې ښکېل ۱۹۷ تنه نیول شوي دي.»

د راپور له مخې، خو احتجاج کوونکي بیا د کډوالو په اړه د ډونلډ ټرمپ له پرېکړې سره جوړ نه دي او ځینې یې چې خپلو خپلوانو او اشنایانو په ملاتړ راوتلي دي، ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې یې کلونه ژوند کړی او باید ونه شړل شي.

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.