Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه روږدي خپله مېرمن وژلې

کندهار (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې یوه باوري امنیتي سرچینه وایي چې د کندهار ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې په نشه‌یي توکو یوه رږدي کس خپله مېرمن وژلې ده.

په کندهار ولایت کې یوې باوري امنیتي سرچېنې پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند  په حاجي قادر کالوني کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې یاد کس له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او وژلې یې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه روږدی کس فضل محمد نومېږي او له مېرمنې یې درې ماشومان پاتې دي.

د یادې سېمې یو اوسېدونکی سیف‌الله هم وایي: «دې سړي له دې مخکې هم خپله مېرمن وهله او ډبوله او د کورنۍ له خراب ژوند څخه یې دلته نږدې ټول کسان خبر وو، خو دا ځل یې بیخي خپله مېرمن وژلې ده، دی پرون تښتېدلی و خو نن امنیتي کسانو نیولی دی.»

امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.