Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې یو کس اوبو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ غبرګولي ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو کس د لامبو پر مهال اوبو کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ اړوند قیاق درې باغچري سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې د یاد کس مړی له تېرې ورځې راهیسې ورک و، نن وموندل شو او کورنۍ ته سپارل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.