Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د علم له لارې کېږي، او د شریعت اقامه د دیني علومو په احیا سره راځي

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د جهادي مدرسو مسوولینو لپاره  په جوړه شوي سیمینار غونډه کې ویلي، چې د خلکو اصلاح د علم له لارې ممکنه ده، او د شریعت اقامه د دیني علومو د احیا له لارې راځي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار ولایت لپاره د جهادي مدرسو مسوولینو لپاره په جوړه شوي یوه ورځني سیمینار غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د اسلامي امارت مشرتابه ویلي: «علماء کرام یوازې د انفرادي عباداتو د ادا کولو لپاره نه دي، بلکې د انبیاء علیهم السلام له وفات وروسته د الله جل جلاله له لوري د اجتماعي عباداتو په ادا، او په سیاست کې هم مکلف دي. علماء باید د امت اجتماعي او سیاسي چارې پر مخ یوسي، جهاد وکړي، شریعت نافذ کړي، د خلکو تر منځ قضاء (عدالت) وکړي او منازعات حل کړي.»

نوموړي زیاته کړي، علماء کرامو د هر وخت په سختو شرایطو کې د منبر، فتوا، جهاد، تعلیم و تعلم، دعوت او نصیحت له لارې د دین ساتنه کړې ده، مجاهدین یې روزلي، خلک یې جهاد ته هڅولي، او په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د هغه په وینا، د خلکو اصلاح د علم له لارې کېږي، او د شریعت اقامه د دیني علومو د احیا له لارې ممکنه ده. که دیني علوم احیا نه شي، نو د دین اقامه هم نه کېږي.

د اسلامي امارت مشرتابه د جهادي مدرسو استادانو ته په خطاب کې ویلي چې باید د خپلو شاګردانو په تعلیم، تربیه، عقیده، فکر او ذهن جوړونه کې ډېر کوښښ وکړي، خپلمنځي اعتماد وساتي، ځکه بې‌اعتمادي د بې‌اطاعتۍ سبب ګرځي، او بې‌اطاعتي د اختلافاتو لامل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.