کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د اټومي انرژۍ نړۍواله اداره نن په ویانا کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د بریدونو د پایلو ارزولو په موخه بېړنۍ غونډه ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، اسرائیل د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې ځینو نظامي چارواکو، اټومي پوهانو او ملکي وګړو خپل ژوند په کې لاسه ورکړ. یوه ایراني چارواکي ویلي وو چې په یادو بریدونو کې ۷۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۰ نور ټپیان دي.
ایران هم وړمه ورځ سهار پر اسرائیل توغندییز بریدونه وکړل؛ یو توغندی په تلابیب کې لګېدلی او پر دغه ښار سربېره د اسرائیل په ځینو نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د اسرائیل حکومتي سرچینو ویلي چې د ایران په توغندییزو بریدونو کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، نن سهار هم د اسرائیل په تلابیب او حیفا کې د ایران له لوري تازه توغول شوي توغندي لګېدلي او په تهران کې د اسرائیل له لوري ځینې سېمې په نښه شوې؛ په دغو بریدونو کې دواړو لورو ته مرګژوبله هم اوښتې.
د بيبيسي د راپور له مخې، پتېیل شوې د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (ایاېاياې) بورډ نن د جون ۱۶مه په ویانا کې په خپل مرکزي دفتر کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیل د پوځي بریدونو د پایلو ارزولو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي.
راپور کې راغلي، دا غونډه د ایران په غوښتنه او د روسیې، چین او وېنزویلا په ملاتړ کېږي.
سرچینې لیکلي، ایران دوه ورځې وړاندې هڅه وکړه چې د اسرائيل د بریدونو د غندلو لپاره د پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړي، خو د ډېپلوماټیکو سرچینو په وینا، د ایران پرېکړهلیک به اکثریت رایې خپلې نه کړي نو ځکه ایران خپل تمرکز پر یوې داسې عمومي بیانیې ور ټول کړی دی چې د اسرائیل کړنې په کې وغندل شي.
راپور زیاتوي، ایران ټینګار کوي چې نړۍواله ټولنه او د ایاېاياې بورډ باید د اسرائیل بریدونه وغندي، خو اوسنۍ سیاسي فضا ته په کتو دغسې یو څه ناشوني برېښي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP