Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د وروستي وضعیت په اړه ټیلفوني خبرې کړې

ابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې او د افغانستان له لارې سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حاجیانو د خوندي لېږد په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، اسرائیل د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې ځینو نظامي چارواکو، اټومي پوهانو او ملکي وګړو خپل ژوند په کې لاسه ورکړ. یوه ایراني چارواکي ویلي وو چې په یادو بریدونو کې ۷۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲۰ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، نن سهار هم د اسرائیل په تل‌ابیب او حیفا کې د ایران له لوري تازه توغول شوي توغندي لګېدلي او په تهران کې د اسرائیل له لوري ځینې سېمې په نښه شوې؛ په دغو بریدونو کې دواړو لورو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې.

له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران په هوایي ډګرونو کې تر بلې خبرتیا الوتنې هم ځنډول شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنيو چارو له وزير سيد عباس عراقچي سره د ايران او اسرائیل ترمنځ د وروستي وضعيت په تړاو ټليفوني خبرې وکړې.

یاد وزارت لیکلي، متقي د ایران پر خاوره د اسراييل هوايي بریدونه وغندل او دغه بریدونه یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه او د ايران د ملي حاکميت نقض وباله.

خبرپاڼه کې راغلي، متقي د افغانستان له لارې سعودي عربستان کې د پاتې ايراني حجاجو د خوندي لېږد په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سيدعباس عراقچي د ټیلفوني اړيکې د ستاينې ترڅنګ په خپلو خبرو کې پر ایران د اسراييل د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دريځه مننه وکړه او د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د انتقال په اړه د اسلامي امارت له ډاډ ورکولو یې خوښي وښوده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.