کندهار (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې ریاست وایي، په دې ولایت کېله ۱۳ زره کیلوګرامو څخه زیات بېلابېل ډول نشهيي توکي وسوځول شول.
د دغه ریاست رییس حافظ عصمتالله یعقوب نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل،دا نشهيي توکي چې ټولټال ۱۳،۰۱۸ کیلوګرامهوزن یې درلود، د تېر یوه کال په موده کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، چې په سوځول شویو توکو کې تاریاک، هیروین، چرس، الکولي مشروبات، ټابلیټ K ګولۍ، او له نشهيي موادو سره ګډکیمیاوي مواد شامل وو.
د هغه په وینا، دا توکي د امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ د دامان ولسوالۍ په یوه لیرې سیمه کې له منځه یووړل شول.
حافظ یعقوب ټینګار وکړ، اسلامي امارت نشهيي توکو ته هېڅ ځای نه ورکوي، او له قاچاق، کرکېلې او پېر و پلور سره یې جدي مبارزهکوي.
په ورته وخت کې، د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وویل، چې یوازې د تېرې میاشتې په ترڅ کې په کندهار کې دنشهيي توکو پر ضد ۲۵۲ عملیات ترسره شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغو عملیاتو کې زرګونه کیلوګرامه نشهيي توکي، لکه تاریاک، چرس او هیروین نیول شوي او د نشهيي توکو پهتړاو ۵۲ تنه هم نیول شوي، چې دوسیې یې عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.
جمشید وویل، چې د همدې مودې په ترڅ کې ۴۳۲ تنه روږدي کسان هم راټول شوي او د درملنې لپاره اړوندو مرکزونو ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP