Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې بشري سازمانونه: نړۍواله ټولنه دې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): په افغانستان کې بشري سازمانونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او په دغه هېواد کې د نازک وضعیت لا خرابېدو مخنیوي لپاره دې په ګډه اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ‌کوونکي دفتر (اوچا) پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانان د اقلیم بدلون، کډوالۍ او په وروستیو میاشتو کې د نړۍوال ملاتړ کمېدو له امله له ژور او دوامداره  بحران سره مخ دي.

خبرپاڼه کې راغلي: «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې، ملي نادولتي او نړۍوال سازمانونه له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له افغانانو سره په پیوستون کې ودرېږي او د نازک وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره دې ګډ اقدام وکړي.»

اوچا زیاتوي، د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان یوازې ۱۸ سلنه تمویل شوی چې د بودجې دا کمښت د میلیونونو اړمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، داخلي بې‌ځایه شوو او راستنېدونکو ته یې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا له دې مخکې ویلي وو چې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۵،۸ میلیون افغانان بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا ولري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.