Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسرائیل او ایران جګړه؛ ټرمپ: د اوربند بحثونه روان دي

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): سره له دې چې د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې زور اخیستی، ټرمپ د تهران د تخلیې غوښتنه کړې او چین له خپلو اتباعو غوښتي چې له اسرائیل څخه ووځي، ټرمپ ویلي چې د اوربند بحثونه روان دي او اروپایي هېوادونه باید له اوربند وروسته له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو کې ګډون وکړي.

اسرائیل د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو اټومي تاسیساتو او نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل؛ وروسته بیا ایران هم پر اسرائیل د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، له هغې وروسته تر اوسه دواړه هېوادونه پر یو بل بریدونه کوي؛ دواړو لورو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

اوربند او له ایران سره اټومي هوکړې ته هیلې

د امریکا دفاع وزیر پېټ هیګسټ فاکس‌نیوز ته ویلي، سره له دې چې د تل‌ابیب او تهران ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې، د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم هڅه کوي چې له ایران سره یوې اټومي هوکړې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې: «موږ ډېر هیله‌من یو چې دا هوکړه وشي.»

بي‌بي‌سي د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له قوله لیکلي، ډونالډ ټرمپ د جي۷ سرمشریزې ګډونوالو ته ویلي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند په اړه بحثونه دوام لري او اروپايي هېوادونه باید چمتو واوسي چې له اوربند وروسته سملاسي له ایران سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشل» یوه پیغام کې دا هم ویلي چې «هر څوک باید ژر تر ژره تهران تخلیه کړي.»

د هغه په وینا، ایران باید هغه هوکړه لاسلیک کړې وای چې ده د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر وروستیو خبرو کې وړاندې کړې وه.

ټرمپ لیکلي: «په اسانه ټکیو مې وویل، ایران نه شي کولای اټومي وسله ولري.»

د اوربند په اړه د ټرمپ خبرې په داسې حال کې دي چې یوه ایراني چارواکي تېره ورځ رویټرز ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي وو، تر هغه چې اسرائیل خپل بریدونه ونه دروي، دوی د اوربند خبرې نه کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، په کاناډا کې یو شمېر کاناډا مېشتو ایرانیانو د لاریون پر مهال د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ایران خلک سوله غواړي.

د چین سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له اسرائیل څخه ووځي

په اسرائیل کې د چین سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي: «په اسرائیل کې د چین ماموریت له چیني وګړو غواړي چې څومره ژر کېدای شي په داسې شرط چې شخصي امنیت یې تضمین وي، له ځمکنۍ لارې له دغه هېواده ووځي. سپارښتنه دا ده چې د اردن پر لور وخوځېږئ.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.