Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو وزارت له افچین شرکت سره د امو دریا نفتي حوزې تړون فسخه کړ

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د امو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د دغه وزارت او افچین شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له امله فسخه شو.

د امو نفتي حوزه د هېواد یوه له شپږو نفتي حوزو ده چې په فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې موقعیت لري. د ترسره شوو څېړنو له مخې، د امو نفتي حوزه کې ۸۰ میلیون بېرل تېل تخمین شوي او شاوخوا ۸۴ کاله مخکې د سویډن د متخصصینو له خوا کشف شوې ده.

د راپورونو له مخې، په ۱۳۹۰ لمریز کال کې له دې حوزې د تېلو د استخراج تړون د افغانستان دولت او د چین د نفتو ملي شرکت او وطن ګروپ ترمنځ لاسلیک شوی و، خو د ځینو دلایلو له امله یې کارونه ځنډول شوي وو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د امو حوزې د تېلو د استخراج تړون د ۱۴۰۱ کال په مرغومي میاشت کې له یوه چیني شرکت سره د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د امو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو د پرله‌پسې سرغړونو له کبله فسخه شو.

هغه لیکلي، د نوموړي تړون د نقض مواردو د څېړنې په موخه له اړوندو وزارتونو او ادارو ګډې کمېټې ټاکل شوې وې او د کمېټو د کار په پایله کې وموندل شوه چې افچین شرکت له تړونه مکرراً د فسخې موجب سرغړونې کړې وې او د تړون د ژمنو په تطبیق کې پاتې راغلی و.

هغه لیکلي چې له یاد شرکت سره دغه تړون د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د حکم پر بنسټ فسخه شو.

افغان لیکلي، د کانونو او پټرولیم وزارت د تړون او اړوند اسنادو د حقوقي ارزونې، د یادې ساحې د تخنیکي ارزونې او له افچین شرکت سره د مالي حسابونو د تصفیې په موخه، نړۍوالو تجربه‌لرونکو مشورتي شرکتونو ته بلنه ورکوي چې په یاده برخه کې رسماً خپله لېوالتیا (EoI) له وزارت سره شریکه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.