کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی وجهي (اماني) صندوق وایي چې په تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې یې نږدې ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه او له دې لارې یې له څه باندې ۱،۳ میلیون کسانو سره مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي وجهي (اماني) صندوق نن په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې ۳۶،۹ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړې ده چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۳ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.
سرچینې زیاته کړې چې ۲۰۲۴ کال کې له ۱،۳ میلیونو څخه ډېرو خلکو سره په مسقیمه توګه مرسته شوې چې ۴۸،۳ سلنه یې ښځې او نجونې دي.
دغه صندوق ویلي چې تر اوسه یې څه باندې ۲۴۰ میلیونه امریکایې ډالر مرسته راټوله کړې ده.
یاد صندوق له خپلو بسپنه ورکوونکو، د ملګرو ملتونو ادارو او پلي کوونکو شریکانو د ژمنتیا له امله مننه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP