Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یونیسف: افغانستان کې د خوراکي کړکېچ مخنیوي لپاره نوی پروګرام پیلوو

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴):  د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې په افغانستان کې د روان خوراکي کړکېچ مخنیوي لپاره یې «لومړني خواړه د افغانستان لپاره» په نوم یو پراخ پرواګرام پیلوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پرون په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې نیمایي ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او یونیسف د دغه خوراکي کړکېچ مخنیوي لپاره «لومړني خواړه د افغانستان لپاره» په نوم ستر څو اړخیزه پروګرام پیلوي.

راپور کې راغلي، نوې موندنې ښیي چې په افغانستان کې ۹۰ سلنه ماشومان له کمزورو خوړو سره مخ دي او یونیسف دغه نوی پروګرام د انګلیستان په ملاتړ پیلوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.