Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او اسرائیل د متقابلو بریدونو د دوام وروستی حال

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولي ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د ایران او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر اتمه ورځ هم متقابل بریدونه دوام لري، د ایران له لوري یو توغول شوي توغندی د اسرائیلو بئر السبع کې ښار کې لګېدلی او د ایران په ختیځ او شمال کې هم د چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

اسرائیلو د تېرې جمعې په سهار د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیلو د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، تر اوسه دواړه لوري پر یو بل بریدونه کوي؛ په بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني تلفات اوښتي خو کره شمېر یې معلومه نه ده.

نن د ایران او اسرائیلو د جګړې اته ورځ ده خو لا هم بریدونه نه دي درېدلي.

بي‌بي‌سي راپور ورکړی یو بالیستیک توغندی چې نن د جمعې په سهار له ایرانه توغول شوی و، د اسرائیلو په جنوبي ښار بئر السبع کې مالي زیانونه اړولي دي.

د راپور له مخې، ‎دغه توغندی د استوګنې سیمو ته نژدې لګېدلی چې له امله یې څو موټر سوځېدلي دي.

د اسرائیلو د بېړنیو خدماتو ادارې (ایماد) ویلي، تر دې دمه د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌ دی ورکړل شوی، خو د جنوبي اسرائیلو په مختلفو برخو کې د خبرداریو زنګونه (سایرېنونه) غږېدلي دي.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه درې چاودنې په ختیځ تهران کې اورېدل شوې دي.

فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې د تهران په مرکز او ختیځ کې د هوا دفاعي سیستم فعال شوی دی او دغه راز د ایران شمال رشت کې هم بریدونه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.