Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو نړۍواله ورځ؛ اروپايي ټولنې له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره پر خپله ژمنه ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۴): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د «کډوالو نړۍوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د زده‌کړو، روغتیا او معیشت په برخو کې د افغان کډوالو ملاتړ کوي.

نن (د جون ۲۰مه) د کډوالو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ کډوالو ته د درناوي په موخه د ملګرو ملتونو له لوري د کډوالو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازولۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران، پاکستان او مرکزي اسیا په ګډون، په سیمه کې د زده‌کړو، روغتیا او معیشت برخو د افغان کډوالو او پناه‌غوښتونکو ملاتړ کوي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغان پناه‌غوښتونکو، کډوالو، بې‌ځایه شوو او راستنېدونکو د زده‌کړو، روغتیا او معیشت د ملاتړ لپاره یې د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره ۴۷ میلیون یورو مرسته کړې ده.

دغه دفتر لیکلي چې په هېواد او سیمه کې د افغان کډوالو او داخلي بې‌ځایه شوو ستونزو ته د رسېدو په موخه د دوامداره حل‌لارې موندلو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمیشنریو سره همکاري کوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغان کډوال په مختلفو هېوادونو کې ژوند کوي. د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیونه یې په ایران، درې میلیونه په پاکستان کې او پاتې نور یې په نورو هېوادونو کې دي چې ځینې ​​یې په هېوادونو کې د استوګنې قانوني اسناد لري او ځینې یې په ناقانونه توګه هلته اوسیږي.

د راپورونو پربنسټ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ وروستی راپور ښیي چې شخړې، ځورونې او نورو ګواښونه د دې لامل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې په نړۍ کې شاوخوا ۱۱۷ میلیون خلک په زور له خپلو مېنو بې‌ځایه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.