کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړ، وایي دغه راپور د ناسمو معلوماتو پر اساس او د پروپاګند کولو په موخه خپور شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش درې ورځې مخکې (د غبرګولي ۲۸مه) امنیت ته شورا یو راپور وړاندې کړ.
په دغه راپور کې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ د اپرېل تر پایه د افغانستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ته کتنه شوې او پهکې راغلي چې په افغانستان کې د تېر زېږدیز کال د ورته مودې په پرتله امنیتي پېښې درې سلنه ډېرې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغه راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان د فعلي وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي.
هغه لیکلي: «موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو پر اساس او د پروپاګند کولو په منظور تهیه شوی راپور بولو. په افغانستان کې امنیت اوس تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه ژوند کوي.»
مجاهد زیاته کړې، د ملګرو ملتونو او له ورته نورو ادرسونو تل د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کېږي، هڅه کېږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، پر پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پېښو په غټو ښودلو سره خلکو ته اندېښنې پيدا شي.
د نوموړي په خبره، د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پېښې هم امنيتي پېښې تعبیر شوې، په داسې حال کې چې دغه ډول جنايي پېښې، د افغانستانه په نسبت په نورو هېوادونو کې ډېرې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې: «خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د بهرنیو مغرضو حلقاتو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه اندېښمن نه شي، افغانستان تر هر بل وخت ډېر امن دی او خلک د شرعي نظام تر سیوري لاندې ارام ژوند کوي.»
د هغه په خبره، یوازې د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې تر دوه میلیونه افغانانو په هېواد کې دننه سیاحتي سفرونه ترسره کړي چې د امنیت، ثبات او د خلکو د ارامۍ د احساس څرګندونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP