کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): امنیت شورا د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړې په اړه د نظرونو د اختلاف شاهده وه؛ ایران امریکا د اسرائیل ملاتړې وبلله، په داسې حال کې چې اسرائیل ایران یو اټومي ګواښ او د دغه هېواد د له منځه وړو په لټه کې وباله؛ ګوټرېش او ځینو هېوادونو د ډیپلوماسۍ له لارې د ناورین پر هواري ټینګار وکړ.
اسرائیل د وړمې جمعې پر سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسرائیل د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، تر اوسه دواړه لوري پر یو بل متقابل بریدونه کوي؛ په یادو بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او مرګژوبله اوښتي خو کره شمېره یې معلومه نه ده.
نن د ایران او اسرائیل د جګړې نهمه ورځ ده، خو بریدونه لا هم نه دي درېدلي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په سیمه کې د روانو ترینګلتیاوو په اړه خپله دویمه بېړنۍ ناسته وکړه.
د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امنیت شورا په بېړنۍ ناشته کې له دواړو خواوو وغوښتل چې سولې ته یو فرصت ورکړي.
ګوټرېش ویلي: «موږ ورو د بحران پر لور نه ځو، بلکې په چټکۍ ور روان یو؛ ځینې داسې شیبې شته چې غوره شوی مسیر نه یوازې د ملتونو برخلیک، بلکې د بشریت راتلونکی هم ټاکي؛ دا یوه له هغو شېبو ده.»
هغه ویلي چې د دغه ناورین اصلي مسئله اټومي موضوع ده؛ ایران په وار وار ویلي چې د اټومي وسلو جوړولو په لټه کې نه دی، خو د هغه په خبره، «د بې باورۍ واټن» شته، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لاره ډیپلوماسي ده؛ داسې ډیپلوماسي چې یوه رښتینې او باوري حللار پرانیزي د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) د پلټونکو د لاسرسي وړ وي.
هغه پر امنیت شورا غږ وکړ چې په یووالي او بېړني ډول عمل وکړي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې پایدارې سولې ته د رسېدو یوازېنۍ لارې ملاتړ وکړي او د نړۍوالو حقونو او ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ یې د ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د ایران استازي ویلي: «که د ځینو لوېدیځو دولتونو – په ځانګړې توګه د متحده ایالتونو ملاتړ او ساتنه نه وای، اسرائیل نه شوای کولای په دومره زړورتیا دغه تېری وکړي.»
د هغه په خبره، ایران تل په منځنۍ اسیا کې له اټومي وسلو د پاکې سیمې رامنځته کېدو غوښتونکی و، په داسې حال کې چې اسرائیل نااعلان شوې اټومي وسلې لري، لا هم د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون (NPT) سره له یوځای کېدو ډډه او له وسلو د سیمې د پاکېدو مخنیوی کوي.
د اعلامیې له مخې، هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې د اسرائیلو له خوا د زور کارول دې د ملګرو ملتونو د منشور د ۳۹مې مادې له مخې د سولې نقض او تجاوز اعلان کړي؛ د منشور د اووم فصل له مخې دې د دغه یرغل د درېدو او تکرار مخنیوي لپاره لازمي اقدامات تصویب شي؛ د ایران د حاکمیت نقض او د دغه هېواد د اټومي تأسیساتو نښه کول دې وغندي او د شخړې د پراخېدو خطر، په ځانګړې توګه د یوه درېیم هېواد ناقانونه مداخله دې وڅېړي.
هغه ګواښ کړی: «نه عمل یرغلګر لا زړور کوي، نړۍوال حقوق کمزوري کوي او د مصونیت په اړه نړۍ ته یو خطرناک پیغام وړاندې کوي.»
د اسرائیل استازي ویلي، ایران کلونه کېږي د اسرائیل او امریکا د لهمنځه وړو غوښتونکی دی او هڅه یې کړې چې د دغو هېوادونو رهبران ترور کړي.
د هغه په وینا، ایران د داسې توغندیو پر جوړولو بوخت دی چې هرې اروپايي پلازمېنې او ان نیویارک او واشنګټن ته ورسېږي. د هغه په وینا: «د نړۍ سولې او امنیت لپاره له اټومي ایرانه بل لوی ګواښ شتون نه لري.»
د روسیې استازي ویلي: «له ښکاره حقیقتونو انکار نه شو کولای، اسرائیل مخکې له دې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ نوې غیرمستقیمې خبرې پیل شي، پر ایران برید وکړ؛ دا اقدام نه یوازې د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ښکاره سپکاوی و، بلکې د اسرائیلو د اصلي متحد – متحده ایالتونو – بېاحترامي هم وه چې تر دې وړاندې یې د مذاکرې له لارې د حل ملاتړ کاوه.»
هغه ټینګار کړی چې هيڅ بل غړی د ایران په څېر تر سختې څارنې لاندې نه دی خو بیا هم متحده ایالات، برېتانیا، فرانسه او المان یو ځل بیا هڅه کوي چې نړۍواله ټولنه د ایران د پوځي اهدافو په اړه پر بېبنسټه ادعاوو قانع کړي.
د متحده ایالتونو استازي ویلي: «تر اوسه لا ناوخته نه ده څو د ایران حکومت سم تصمیم ونیسي، ایران باید په بشپړه توګه له خپلو اټومي جاطلبیو لاس واخلي. ایران د اسرائیل د نابودۍ او مرګ پر امریکا غوښتنه کړې او له حوثیانو سره یې د نړۍوالې سوداګرۍ ګډوډولو او د اسرائیلو پر لور د توغندیو توغولو برخه کې مرسته کړې ده.»
د فرانسې استازي ویلي، د اټومي وسلو د نه خپرېدو له تړون (NPT) څخه د ایران هر ډول وتل به یو بېساری تشدید وي.
هغه زیاته کړې: «د ایران د اټومي موضوع لپاره هيڅ نظامي حللاره نشته.» هغه له تهران څخه وغوښتل څو له ډیپلوماټیک فرصته کار واخلي.
د اعلامیې پر بنسټ، د برېتانیا استازي یادونه کړې چې هېواد یې له فرانسې او المان سره د ډیپلوماتیکو حللارو په لټه کې دی او ټینګار یې وکړ: «نظامي اقدام نه شي کولای د ایران اټومي پروګرام پای ته ورسوي.»
هغه زیاته کړې چې برېتانیا د اسرائیل په بریدونو کې لاس نه درلود او نه یې لري او خپل ځواکونه یې سیمې ته یوازې د دفاعي اقداماتو لپاره لېږلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسلووني، یونان، سوېلي کوریا او ډنمارک هېوادونو ویاندویانو هم د ایران د اټومي پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د سیرالیون، سومالیا او ګویانا استازي هم ټولې سیمې ته د ناورین خپرېدو له خطره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ډيپلوماسي فضا لا هم پرانیستې ده.
د عراق استازي وویل چې پر ایران د اسرائیل بریدونه دغه هېواد اړ کړی څو خپله هوايي فضا بنده کړي چې د تګ راتګ او ګرځندویانو برخه کې د اقتصادي زیانونو لامل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې عراق د جون په ۱۳مه د امنیت شورا ریاست ته رسمي شکایت لېږلی. هغه راپور ورکړ چې له یادې ناستې لږ مخکې ۵۰ جنګي اسرائیلي جټ الوتکې د سوريې او اردن له پولو د عراق هوايي حریم ته ننوتلې او ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړې ده.
هغه زیاتوي: «د جګړې د جغرافیايي پراختیا او دوام یا د نوو لوبغاړو مداخله کولای شي دغه نښتې په یوه پراخه سیمهییزه جګړه بدله کړې چې د سیمې ثبات ګواښي.»
د کویټ استازي د فارس خلیج د همکارۍ شورا په استازیتوب د هېوادونو حاکمیت ته د درناوي پر ارزښت، په کورنیو چارو کې پر نه مداخله، ښه ګاونډیتوب او له زوره پر ډډې کولو ټینګار کړی، هغه دغهراز د فارس خلیج هېوادونو کې د نفتي تاسیساتو په ګډون د سیندیز امنیت او نړۍوالو سوداګریزو لارو د خوندیتوب پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
د ترکیې استازي ویلي، د انرژۍ امنیت ـ چې له ملي امنیت نابېلېدونکی دی- اوس له سخت ګواښ سره مخ شوی. هغه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د نفتو د سودګرۍ لپاره د نړۍ په یوه حساسه سیمه کې بریدونه د عرضې د کموالي خطر او د بیو د نوساناتو لامل کېږي.
د ویلو ده، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا د غبرګولي په ۲۴مه هم بېړنۍ ناسته وکړه او د ناورین پراخېدو د مخنیوي لپاره د تاوتریخوالي د کمېدو او ډیپلماتیکو هڅو ډېرېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP