کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د سټنډرډ شورا په څلورمه غونډه کې د نفتي توکو برخه کې ۵۱ ازمایښتي کړنلارې او شپږ سټنډرډونه تصویب شول چې د نفتي توکو د کیفیت لوړېدو پر لور مهم ګام بلل کېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا څلورمه غونډه ترسره شوه.
ملا برادر ویلي، په هېواد کې د اقتصادي ثبات او د عامو هېوادوالو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه اسلامي امارت د بېکیفیته وارداتو د کنټرول لپاره یو لړ مهم او ګټور ګامونه پورته کړي دي.
هغه ویلي، دا هڅې نه یوازې د داخلي بازار کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د مصرفکوونکو باور هم پياوړی کوي.
خبرپاڼه کې راغلي، ملا برادر د معیار او کیفیت ارزښت ته په اشاره وویل، اقتصادي ثبات ته د رسېدو او پر ځان بسیا افغانستان لپاره معیار او کیفیت بنسټیز ارزښتونه دي.
د ده په خبره، معیاري کول نه یوازې د صنعت، سوداګرۍ، کرنې او تولیداتو د کیفیت تضمین کوي؛ بلکې دا د صادراتو زیاتېدو، د مصرفکوونکو د حقونو خوندیتوب او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، د افغانستان اسلامي امارت د سټنډرډ عالي شورا له لارې هڅه کړې چې د هېواد په کچه د معیارونو برخه کې منظمې پالیسۍ جوړې او یو همغږی، شفاف او د اعتبار وړ سیسټم رامنځته کړي، څو د هېواد ټول سکټورونه ترې ګټه واخلي.
هغه د سټنډرډونو د تطبیق کمېټې ته سپارښتنه کړې څو د سټنډرډ عالي شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه او د ازمایښت کړنلارې په ښه ډول تطبیق کړي.
ملا برادر خصوصي سکټور ته هم سپارښتنه کړې، څو په خپلو تولیداتو او وارداتو کې معیارونو او د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټنډرډونو تطبیق ته جدي پاملرنه وکړي او خپل راپور دې د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریکوي.
اقتصادي معاونیت لیکلي، د سټنډرډ عالي شورا په نننۍ فوقالعاده غونډه کې د نفتي توکو برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شول او دغه سټنډرډونه د ډېزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي چې تصویب یې د نفتي توکو د کیفیت لوړېدو پر لور مهم ګام بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP